تاسې په آلمان کې یاست او خپل هیواد ته بیرته د ستنیدو فکر کوئ؟

په آلمان کې معلومات او لارښوونه


له کوم ځای څخه پیل کوو؟

ځینې وختونه د یوې پریکړې کولو لپاره، د پیل ټکي موندل زموږ لپاره مشک وي. زموږ ذهن ته خورا ډیرې پوښتنې راولاړیږي. لارښوونه: ترټولو غوره کار دا دی چې ټولې پوښتنې یادداشت کړئ او بیا یې دسته بند پیل کړئ.نهاآ. لومړی باید په څه شي پوهه شئ؟
که ډیرې پوښتنې لرئ، کولی شئ د آلمان څخه معلومات لاسته راوړئ او لارښوونه وغواړئ.


تلیفون-هاټ لاین

د لومړنیو پوښتنو لپاره، دا تلیفون – هاټلاین کولی شي تاسې سره مرسته وکړي.
دا هاټلاین د د مهاحرت و پناه ورکولو عمومي ادارې (BAMF) د نظارت لاندې دی.

9430 911 49+
دوشنبه څخه تر جمعه د 9:00 بجو څخه تر 15:00 بجو پورې.

تاسې ته نږدې د مشورې مرکز

د شخصي مشورې لپاره کولی شئ د مشورې مرکز ته مراجعه وکړئ. دا مرکزونه په ټول آلمان کې او ترډیره په ښارونو کې شتون لري. په راتلونکې پاڼه کې یو لټونګر شتون لري. هلته کولی شئ په آلمان کې خپل د اوسیدو اوسني ښار یا ځای نوم دننه کړئ.
یادونه: اوسمهال دغه پاڼه یوازې په انګلیسي ژبه کې موجود ده.

ځانته ته نږدې د مشورې یو مرکز پیدا کړئ.

خپل اصلي (کورني) هیواد ته د ستنیدو لپاره مالي ملاتړ

آیا تاسې غواړئ چې خپل هیواد ته بیرته ستون شئ، مګر د ټیکټ پیرلو لپاره کافي پیسې نلرئ. تاسې کولی شئ د خپل سفر لګښتونه د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) څخه ترلاسه کړئ. دا کار په هغه صورت کې ترسره کیږي که چیرې تاسې یا ستاسې کورنۍ کوم یو غړی ناروغه وي، او په پایله کې د سفر لپاره ځانګړي اړتیاوې شتون ولري.

همدارنګه تاسې کولی شئ د سفر لپاره او د بیرته ستنیدو څخه وروسته یوې لنډې مودې لپاره یو مقدار پیسې ترلاسه کړئ. ستاسې د اوسیدو ځای ته په کتلو سره، تاسې کولی شئ د ډیر مالي ملاتړ غوښتنه وکړئ.

اهمیت لرونکي موارد: تاسې د سفر لپاره د آلمان د پولو څخه د وتلو سند ته اړتیا لرئ. تاسې به دغه اسناد د مهاجرت ادارې څخه لاسته راوړئ. خپل لومړني هیواد ته د ننوتلو لپاره تاسې یوه پاسپورټ یا ورته سند ته اړتیا لرئ.

که لیواله یاست چې خپل هیواد ته بیرته ستون شئ، نو غوره به دا وي چې د تخصصي مشورې څخه ګټه پورته کړئ. همدارنګه تاسې کولی شئ د خپل سفر لګښت ترلاسه کولو لپاره د مشورې مرکزونو ته غوښتنه وسپارئ. که چیرې ستاسې کورنۍ هم په آلمان کې ژوند کوي نو دا کار ستاسې کورنۍ لپاره هم ترسره کیږي. د مشورې مرکز څخه د REAG/GARP او StarthilfePlus برنامو په اړه پوښتنه وکړئ.

کولی شئ نور معلومات په لاندې لینکونو کې ومومئ.

د بیرته ستنیدو سفر څخه د ملاتړ اړوند معلومات (REAG/GARP)
د هغه افرادو لپاره چې خپل هیواد ته بیرته ستنیږي د لومړنۍ لنډې مودې په اړه معلومات (StarthilfePlus)
ځانته ته نږدې د مشورې یو مرکز پیدا کړئ.

په افغانستان کې پروګرامونه

 

د افغانستان په ډېرو سيمو کې وضعيت تر اوسه مشکل دی۔ خو بیا هم، دغه هيواد د پرمختيا لوی پوتنسيال او يو شمېر فرصتونه وړاندې کوي۔

خصوصأ د کاروبار بنسټګران يو ګټور کاروبار ته د وده ورکولو ښه امکانات لري۔ خدمتونه ورکوونکي په پراخه مېدانونو کې په خصوصي ډول ډېر کم دي، د موبايل فونز د مرمت نه نيولې تر نايانو او سنګار د شيانو د مسلکيانو، تر توليداتو د صنعتونو او زراعت پورې۔

د تېرو کلونو په اوږدو کې اقتصادي محصولات ډیر زيات شوي، چې په هېواد کې د دندو د يو شمېر نوي فرصتونو تخليقولو لامل جوړ شوی۔ بې شمېره کورنۍ شرکتونه، نړيوال سازمانونه او حکومتي ادارې د پراخه مهارتونو مستخديمينو لټون کوي۔

زياتره سازمانونه هغه عريضه کوونکو ته امتياز ورکوي چې د ژبې ښه مهارتونه درلودي، د بيلګي په توګه، په المانۍ او انګلېسۍ ژبو کې۔ له دغه لامله د بهرنو ژبو مهارتونه د دنده غوښتونکو ٖلپاره امکانات زياتوي۔

که تاسو په افغانستان کې په يو کورني شرکت يا نړيوال سازمان کې يو مناسب دريځ لټوئ، نو موږ تاسو ته ستاسو د مهارتونو او وړتياويو په پانګونه کې مرسته وړاندې کوو ۔ که تاسو د لنډ مهاله روزنې يا مسلکي زده کړو او روزنې لټون کوئ: موږ په يو شمېر مېدانونو کې ستاسو د زده کړو په لوړتيا او مناسب دنده لټولو کې مرسته کولای شو۔

د خپلو همکارانو سره په ګډه، موږ په نورو مېدانونو کې د پراخه کچې مرسته وړاندې کولای شو، د بيلګې په توګه، د قانوني ستونزو او روحي ستونزو په اړه۔

reintegration-afghanistan@giz.de
سکايپ: reintegration-afghanistan
د سکايپ له لارې سلا کارۍ لپاره: دوشنبه او پنجشنبه سهار 8:00-10:00 CET = 11:30-13:30 د افغانستان وخت

د دندې لټون

آيا تاسو د دندې په لټه کې ياست؟ تاسو په لاندينو پليټ فارمو کې د دندو لټون کولای شئ:

افغانستان جاب فليټ فارم
د افغانانو لپاره د بشري او انکشافي مرستو د همغږۍ اداره (ACBAR)
افغان جابز

روزنې

آيا تاسو په مسلکي تعليم او روزنه کې علاقه لرئ؟ د افغانستان ټيکنيکل ووکيشنل انسټيټيوټ د مسلکي روزنې دوه کليز پروګرامونه او د ICT، ودانيو، معاش، زراعت او موټرو د انجينيرۍ په مېدانون کې لنډ مهاله کورسونه وړاندې کوي۔

افغانستان ټيکنيکل ووکيشنل انسټيټيوټ (ATVI)

کاروباري تاسيس

تاسو د IT يا نوې تيکنالوژۍ په مېدان کې کاروبار پيلول غواړئ؟ ابتيکار دفترونه، روزنې، مشورې، د شبکې فرصتونه او دغه رنګه بازار ته د لاسرسي او پيل کولو د تمويل لپاره مرسته وړاندې کوي۔

ابتيکار

تاسو خپل کوچنی پلورنځی پيلول غواړئ خو نه پوهېږئ چې له کومه يې پيل کړئ؟ تاسو په HELP کې د کوچني کاروبار روزنه (Small Business Training) کې ګډون کولای شئ۔

هيلپ

ټولنيز خدمتونه

آيا تاسو د کوم کس لټون کوئ چې ورسره د شخصي مشکلاتو، د کورنۍ دننه جګړو يا د ذهني ټکان د تجربو په هکله خبرې وکړئ؟ د ايپسو کيير مسلکي مشيران ستاسو د مرستې لپاره په ليکه موجود دي۔ https://ipso-

ايپسو کيير