تاسې په آلمان کې یاست او خپل هیواد ته بیرته د ستنیدو فکر کوئ؟

په آلمان کې معلومات او لارښوونه


له کوم ځای څخه پیل کوو؟

ځینې وختونه د یوې پریکړې کولو لپاره، د پیل ټکي موندل زموږ لپاره مشک وي. زموږ ذهن ته خورا ډیرې پوښتنې راولاړیږي. لارښوونه: ترټولو غوره کار دا دی چې ټولې پوښتنې یادداشت کړئ او بیا یې دسته بند پیل کړئ.نهاآ. لومړی باید په څه شي پوهه شئ؟
که ډیرې پوښتنې لرئ، کولی شئ د آلمان څخه معلومات لاسته راوړئ او لارښوونه وغواړئ.


تلیفون-هاټ لاین

د لومړنیو پوښتنو لپاره، دا تلیفون – هاټلاین کولی شي تاسې سره مرسته وکړي.
دا هاټلاین د د مهاحرت و پناه ورکولو عمومي ادارې (BAMF) د نظارت لاندې دی.

9430 911 49+
دوشنبه څخه تر جمعه د 9:00 بجو څخه تر 15:00 بجو پورې.

تاسې ته نږدې د مشورې مرکز

د شخصي مشورې لپاره کولی شئ د مشورې مرکز ته مراجعه وکړئ. دا مرکزونه په ټول آلمان کې او ترډیره په ښارونو کې شتون لري. په راتلونکې پاڼه کې یو لټونګر شتون لري. هلته کولی شئ په آلمان کې خپل د اوسیدو اوسني ښار یا ځای نوم دننه کړئ.
یادونه: اوسمهال دغه پاڼه یوازې په انګلیسي ژبه کې موجود ده.

ځانته ته نږدې د مشورې یو مرکز پیدا کړئ.

خپل اصلي (کورني) هیواد ته د ستنیدو لپاره مالي ملاتړ

ډیر ژر به پدې برخه کې تاسې ته نور معلومات هم برابر کړی شي.

په پیلي یا لومړني هیواد کې وړاندې شوي وړاندیزونه

د GIZ انجمن (د نړیوالو همکاریو لپاره د آلمان انجمن) د فدرالي دولت وزارتونو په امر د اقتصادي همکاریو او اقتصادي ودې (BMZ) لپاره د مهاجرت د مشورې مرکز رامینځته کولو لپاره فعالیت کوي. د دې مرکز د فعالیت پیل کولو سره سم به ستاسې لومړني هیواد سره ګډ او ادغامي وړاندیزونه پدې ویب پاڼه کې ځای په ځای کړو.